په افغانستان کې د ګرځندوی لپاره ښه زمینه برابره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136668-په_افغانستان_کې_د_ګرځندوی_لپاره_ښه_زمینه_برابره_شوې
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي دغه ولایت ته د لسو پولنډي سیلانیانو د ورتګ خبر ورکوي.
(last modified 2023-08-05T03:57:17+00:00 )
Aug 05, 2023 08:25 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ګرځندوی لپاره ښه زمینه برابره شوې

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي دغه ولایت ته د لسو پولنډي سیلانیانو د ورتګ خبر ورکوي.

د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر مولانا نصرالله ملک زاده له دغو لسو پولنډي سيلانيانو سره وکتل چې دغه ولايت ته د طبيعي او تاريخي سيمو د ليدنې په موخه تللي دي.

مولانا نصرالله ملک زاده له دغو سيلانيانو سره په خبرو کې وويل چې دغه ډول سفرونه کولاى شي د کلتورونو په نږدې کولو او د هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې ښه رول ولوبوي.

ورته مهال پولنډي سیلانیانو په دې کتنه کې وویل، چې اوسمهال په افغانستان کې د ګرځندوی لپاره ښه زمینه برابره شوې او دوی به په دغه ډله ایز سفر کې د پنجشېر له ټولو طبیعي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

هغوی زیاته کړه، چې د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی او همدا د دې لامل شوی چې د نړۍ له هر ګوټ څخه سیلانیان افغانستان ته راشي او له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.