له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137014-له_زده_کړو_د_افغان_نجونو_محرومول_لویه_بشري_سرغړونه_ده
د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.
(last modified 2023-08-11T23:33:45+00:00 )
Aug 12, 2023 03:59 Asia/Kabul
  • له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده

د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، ښاغلی براون چې د برېتانیا د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشریت ضد له جنایت سره تشبېه کړی دی.

د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړیوالې جزايي محکمې غوښتي، هغه کسان مجازات کړي، چې له بشري حقونو یې ظالمانه سرغړونه کړې ده.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د دوی پرمخ یې د پوهنتونو دروازې هم تړلې دي.