له نړۍ سره د طالبانو د حکومت د اړیکو ښه کول
د طالبانو د کابينې سياسي مرستيال په بهر کې د افغانستان په ځينو سفارتونو کې د دغې ډلې د استازو شتون د دغه حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو د ښه والي نښه وبلله.
د طالبانو د کابينې سياسي مرستيال په بهر کې د افغانستان په ځينو سفارتونو کې د دغې ډلې د استازو شتون د دغه حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو د ښه والي نښه وبلله.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، خو د لویدیځ په ګډون نړیوال هیوادونه او سازمانونه تل په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي.
له طالبانو څخه تر ټولو مهمه نړیواله غوښتنه د یوه جامع حکومت جوړول، د ښځو د کار حق او د افغان نجونو د تعلیم په ګډون د ښاریانو حقونو ته درناوی کول دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د افغان طالبانو د حکومت د کابینې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پوهنتونونو د استادانو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې له نړیوالې ټولنې سره زموږ اړیکې مخ په ښه کېدو دي او د نړۍ شپاړس هېوادونو کې د دوی سیاسي نمایندګۍ یا سفارتونه فعاله دي.
د طالبانو د کابینې سیاسي مرستیال زیاته کړه: اوس نړۍ په دې حقیقت پوه شوې چې باید له طالبانو سره تماس ونیسي او موږ هڅه کوو چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولرو.
په دې غونډه کې د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني هم وویل چې نړیواله ټولنه دا مهال له طالبانو سره د حکومت نږدې اړیکې غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت دوه کاله پوره کیږي، خو هیڅ هېواد لا په رسمیتو ندی پېژندلې.