د افغانستان طالبانو د فارسۍ ژبې ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137400-د_افغانستان_طالبانو_د_فارسۍ_ژبې_ملاتړ_وکړ
فارس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت یوه چارواکي د فارسۍ ژبې د ملاتړ کولو په ترڅ کښې دغه ژبه د علم ژبه وبلله.
(last modified 2023-08-20T23:28:08+00:00 )
Aug 21, 2023 00:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د فارسۍ ژبې ملاتړ وکړ

فارس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت یوه چارواکي د فارسۍ ژبې د ملاتړ کولو په ترڅ کښې دغه ژبه د علم ژبه وبلله.

د طالبانو د ځوانانو د وزارت مرستیال محمد یونس راشد په تیرو دوو کلونو کښې د دغه ډلې له نورو  چارواکو سره په متفاوتې وینا کښې وویل فارسۍ ژبه د علم ژبه ده او په هغه افتخار کوو.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي هم څه موده مخکې ویلي وو چې دغه ډلې د افغانستان د خلکو ترمینځ د وحدت او د یوزړه توب د رامینځته کولو لپاره خپله ټوله هڅه کړي ده او هیڅ چا ته د تفرقې د اچولو اجازه نه ورکوي.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته دغه ډلې د هیواد د پوهنتونو او د ځینو ادارو له دروازو څخه د فارسۍ ژبې ټکي حذف کړل.

د افغانستان د شاعرانو، خبریالانو ، لیکوالو او کلتوري شخصیتونو په شمول د هیواد ښاریزو د طالبانو دغه اقدام ته پراغ غبرګون ښودلی دی.

څه موده مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال محمد یونس راشد هم ویلي وو چې افغانستان د فارسۍ ژبې ادبیاتو ته ضرورت نلري او ضروري نه ده چې مونږ فارسۍ ژبه او د هغې ادبیات زده کړو.