طالبان د هر ډول تیري د له مینځه وړلو وس لري
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د ګواښونو دوام ته په غبرګون کښې وویل چې د افغانستان ځواکونه هر ډول تیري ته د ځواب د ورکولو توان لري.
له تیرو دوو کلونو راهسې چې طالبانو بیا په افغانستان کښې واک ترلاسه کړی دی د پاکستان حکومت په ځلونو په کابل کښې دیره حکومت د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې ته په پناه ورکولو او ملاتړ کولو تورن کړی دی.
له تیرو څو ورځو راهسې د پاکستان د پوځ مشر ګواښ وکړ د اسلام اباد د حکومت له مخالفو ترهګرو سره د افغانستان د طالبانو ډلې د حکومت د چلند نه کولو په بڼه کښې به د افغانستان دننه د ترهګرو په مرکزونو باندې بریدونه وکړي.
د طالبانو د حکومت د پوځ مشر قاري فصیح الدین فطرت پرون له خبریالانو سره په یوې غونډې کښې وویل د پاکستان چارواکي باید په کابل باندې د تور د لګولو پرځاې په خپله خاوره کښې ټروریسټان ولټوي.
فطرت په دې خبرې سره چې په تیرو څلویښتو کلونو کښې سترو قدرتونو په افغانستان کښې ماتي خوړلي ده وویل د افغانستان ملي ځواکونه له لوړ توان اوظرفیت څخه په برخمنیدا سره هر ډول تیري ته د ځواب د ورکولو لپاره چمتو دي.
هغه د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو شتون رد کړ او ویې ویل پاکستان او افغانستان دواړه سرحدي ځواکونه لري چې په سرحدونو باندې څارنه کوي او په سرحدونو کښې د جنګ نه رامینځته کیدل د دې ښودنه کوي چې هیڅ سړی د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو لپاره پاکستان ته نه دی تللی.