پر افغان نجونو باندې د زده کړو د بندیز ویجاړوونکې رواني اغېزې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137486-پر_افغان_نجونو_باندې_د_زده_کړو_د_بندیز_ویجاړوونکې_رواني_اغېزې
په افغانستان کې د کارپوهانو او رواني متخصصانو په وینا، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو محدودیتونه، د دوی ترمنځ د افسردګۍ لامل شوی دی.
(last modified 2023-08-22T09:36:51+00:00 )
Aug 22, 2023 14:04 Asia/Kabul
  • پر افغان نجونو باندې د زده کړو د بندیز ویجاړوونکې رواني اغېزې

په افغانستان کې د کارپوهانو او رواني متخصصانو په وینا، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو محدودیتونه، د دوی ترمنځ د افسردګۍ لامل شوی دی.

د شفقنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د رواني روغتیا متخصصان وايي چې د ښځو پر کار او زده کړو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې زیات شمېر افغان مېرمنې او نجونې په بېلابېلو رواني ناروغیو اخته شي. واشنګټن پوسټ هم په افغانستان کې د رواني روغتونونو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې په دغو روغتونونو کې اکثره ناروغان نجونې او ښځې دي، چې له افسردګۍ او ذهني فشارونو سره مخ دي.

دا د ښوونځيو او پوهنتونونو په کچه د نجونو د زده کړو د بندولو د ستونزو او کړاوونو یوازې یوه برخه ده، هغه نجونې چې د افغانستان راتلونکې جوړوونکي بلل کېدای شي، اوس په کور کې پاتې دي او طالبان هم د نجونو زده کړو ته د زمینې برابرولو لپاره خپلې ژمنې نه عملي کوي.

د سیاسي چارو کارپوه اکرم عارفي په دې اړه وايي:

"د کورني، سیمه ایزو او نړیوالو فشارونو لاندې، طالب چارواکي وخت په وخت د نجونو د زده کړو لپاره د چاپېریال د رامنځته کولو او د هیلو د پیدا کولو خبرې کوي، خو په عمل کې په دې برخه کې هېڅ اقدام نه کوي او دا وضعیت د افغان نجونو په منځ کې د نا هیلۍ لامل کېږي، چې پایله یې هر ډول رواني ناروغۍ دي، چې د افغان ښځو د ټولنې روغتیا ګواښي.

رواني ستونزې له زده کړو څخه د نجونو د مخنیوي د ستونزو یوه برخه ده او دا ستونزه خورا ناوړه اقتصادي او ټولنیزې پایلې لري. د خپلو لورګانو د زده کړو لپاره کډوالۍ ته د کورنیو اړ کېدل، چې له امله یې له افغانستان څخه شتمني وړل کېږي، په طبي سیسټم او ټولنیزو او اداري خدماتو کې د خلا په رامنځته کولو سره، چې افغانستان په راتلونکي کې ورته اړتیا لري، خورا مهم مسایل دي، چې د دې هېواد متکثره او ځوانه ټولنه ګواښي. د نن ورځې نجونې د افغانستان راتلونکی نسل دی، چې د نړیوالو پرمختګونو تر اغیز لاندې تعلیم او پرمختګ غواړي. د نجونو د زده کړې خنډ، په حقیقت کې د افغانستان علمي، طبي او اداري ټولنې ته یو ګوزار دی، چې د یوې خلا په رامنځته کولو سره، جبرانول یې په اسانۍ سره ممکن نه دي.

د افغانستان د چارو کارپوه سروش امیري په دې اړه وايي:

"افغان ټولنه له څلورو لسیزو راهیسې د کورنیو جګړو او اشغال د ستونزو په ګډون، له زیاتو ستونزو سره مخ ده او ګڼ شمېر انساني تلفات هم لري، چې د افغانستان راتلونکی نسل یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. په داسې حالت کې داسې نه برېښي چې افغاني ټولنه د دې توان ولري چې د ښځو پر ټولنې په تېره بيا د ښځو پر وړاندې د دې اضافي فشار د زغملو وړتيا ولري، ځکه چې اکثره افغانې مېرمنې د خپلې کورنۍ نفقه پر غاړه لري او د هغوی وزګارتيا د دوی لپاره لوى زيان ګڼل کېږي.

په هر صورت، د وخت په تېرېدو سره په افغاني ټولنه کې د نجونو د زده کړو د بندېدو او د ښځو د بې روزګارۍ اغېزې او پايلې ورځ تر بلې څرګندېږي. له طبي پلوه، د افغان نجونو په منځ کې د رواني اختلالاتو رامنځته کېدل کومه ساده مسله نه ده، چې د دغه هېواد د واکمن په توګه باید طالبان هغه له پامه ونه غورځوي، بلکې دا د افغاني ټولنې ځوان نسل ته يو نه جبرانېدونکى زيان دى.  

افغان نجونې لکه د طالب مشرانو د لوڼو په څېر چې له افغانستان څخه بهر لکه په پاکستان او قطر کې زده کړې کوي، غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې د عدالت د تامین تمه لري. په دې وروستیو کې طالبانو ویلي وو چې د نجونو د زده کړو لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو او د درسي کتابونو په بیاکتنې سره به د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستلو زمینه برابره کړي،له دې سره، په دې برخه کې کوم څرګند لیدل لوری نه لیدل کېږي، چې له امله ذهني او رواني ستونزې افغان نجوني ګواښي.

 په افغانستان کې کورنۍ هیله لري چې د طبي راپورونو او د نجونو د تعلیم د نشتوالي له رواني پلوه ویجاړوونکو اغېزو ته په پام سره به طالبان ژر تر ژره ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د راستنېدو لپاره شرایط او زمینې برابرې کړي او د دوی په منځ کې د مختلفو رواني ناروغیو او افسردګۍ د رامنځته کېدو مخه ونیسي.