د ښځو زده کړې فرض کفايي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137512-د_ښځو_زده_کړې_فرض_کفايي_دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د ښځو زده کړې فرض کفايي دي او په حجاب کې تعلیم کول شرعي لاره ده.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 23, 2023 09:24 Asia/Kabul
  • د ښځو زده کړې فرض کفايي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د ښځو زده کړې فرض کفايي دي او په حجاب کې تعلیم کول شرعي لاره ده.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، نوموړي د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د جوړ شوي سیمینار پر مهال ویلي چې ښځې شریعت کې د میراث، زده‌کړو، کار او په بېلابېلو نورو برخو کې شرعي حقونه لري، چې تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو سیاسي مرستیال څرګنده کړې چې د نظام بقاء لپاره باید چارې د یوه اساسي قانون په اډاڼه کې پرمخ یوړل شي.