افغانستان د آسیا والیبال سیالیو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137582-افغانستان_د_آسیا_والیبال_سیالیو_کې_بنګله_دېش_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د آسیا فوټبال سیالیو په ترڅ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
(last modified 2023-08-24T21:31:51+00:00 )
Aug 25, 2023 02:00 Asia/Kabul
  • افغانستان د آسیا والیبال سیالیو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د آسیا فوټبال سیالیو په ترڅ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د آسیا د۱۷ هېوادونو په ګډون د والیبال سیالۍ په ایران کې روانې دي.

افغانستان پرون خپله درېیمه لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړه، چې درې پر یو میدان یې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

تر دې مخکې هندوستان او قطر افغانستان ته ماتې ورکړې وه او افغانستان له مخکې تګ څخه پاتې وو.

افغانستان له بنګله دېش او قزاقستان سره د دیارلسم ، څوارلسم او پنځم مقام لپاره لوبې کوي.

افغانستان به خپله وروستۍ لوبه سبا له قزاقرستان سره ترسره کړي.