د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ماشومانو ته واکسین تطبیق
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی او ټاکل شوې ژر په پاتې ۶ ولایتونو کې هم پیل شي.
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین تطبیق شوی او ټاکل شوې ژر په پاتې ۶ ولایتونو کې هم پیل شي.
افغانستان او پاکستان د هغو څو هېوادونو په ډله کې دي چې تر اوسه پکې پولیو له منځه نه ده تللې.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې د ټول هېواد په کچه یې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق پلان کړی، خو د واکسین د تطبیق په برخه کې د ماشومانو د کورنیو نه لیوالتیا د دې لامل شوي چې ماشومان یې د پولیو او شري په څېر ناروغیو په ځانګړې توګه د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د ملی پلان له پلی کیدو وروسته به دغه کمپاین په ۶ نورو ولایتونو لکه بلخ، سمنګان، سرپل او نورو ولایتونو کې هم ترسره شی. په فاریاب، جوزجان او ارزګان کې د روانې اونۍ له دوشنبې څخه پیلېږي.
د یونیسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسوول کمال شاه سید وویل: په دې پړاو کې ۹.۴ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین ورته تطبیق شوی دی.