په یوه میاشت کې د سل زره پاسپورټونو ویش
Aug 25, 2023 12:56 Asia/Kabul
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، هره میاشت سل زره افغانانو ته د پاسپورټونو ویش ترسره کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، هره میاشت سل زره افغانانو ته د پاسپورټونو ویش ترسره کوي.
د دغه حکومت د پاسپورټونو عمومي رئيس عبدالکریم حسیب د ریاست الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنیفي سره په لیدنه کې ویلي چې هره میاشت افغانانو ته سل زره پاسپورټونه ویشي.
د یادونې وړده چې د افغانستان پاسپورټونه د مخکیني حکومت په لوګو سره بهر کې چاپ کیږي چې له مشخصاتو ډکولو وروسته د طالبانو له لورې خلکو ته ورکول کیږي.
ټیګونه