په افغانستان کې د داعش په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137638-په_افغانستان_کې_د_داعش_په_اړه_د_ملګرو_ملتونو_اندېښنه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
(last modified 2023-08-26T06:05:03+00:00 )
Aug 26, 2023 10:33 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعش په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، یادې ادارې تېره ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې شمېر تر پخوا زیات شوی، چې دا چاره نه یوازې افغانستان؛ بلکې سیمې ته هم جدي خطر دی.

په خبرپاڼه کې یو وار بیا ټینګار شوی چې طالبان باید په دې اړه له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي.

دوی دغه راز له افغانستان څخه د ګواښونو  مخنیوي پر اړیتا هم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې او دغه راز چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.