ایران د پاکستان زیارتوالو ته خدمات وړاندې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137654-ایران_د_پاکستان_زیارتوالو_ته_خدمات_وړاندې_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د میرجاوه ولسوالۍ د روغتیا او د درملنې د ادارې مدیر« مصطفی احمدي مقدم » د پاکستان د حسیني اربعین زیارتوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-08-26T23:50:59+00:00 )
Aug 27, 2023 04:15 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان زیارتوالو ته خدمات وړاندې کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د میرجاوه ولسوالۍ د روغتیا او د درملنې د ادارې مدیر« مصطفی احمدي مقدم » د پاکستان د حسیني اربعین زیارتوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو خبر ورکړ.

هغه وویل د روان ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د اربعین د زیارتوالو د سفر له پیل راهسې تراوسه څلورو زرو کسانو ته د درملنې مفت خدمات وړاندې شوي دي.

د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د میرجاوه ولسوالۍ د روغتیا او د درملنې د ادارې مدیر مصطفی احمدي مقدم زیاته کړه د روان کال په حسیني اربعین کښې یوسل شپیته کسان په دریو شیفټونو کښې په میرجاوه سرحدي ټرمینل کښې زیارتوالو ته د درملنې او د روغتیا خدمات وړاندې کوي.

هغه وویل د میرجاوه په سرحدي ټرمینل کښې د روغتیا او د درملنې په سټال کښې د درملنې او د روغتیا د خدماتو په وړاندې کولو سربیره د فارسۍ او د اردو ژبو د ورزده کولو کار هم روان دی او دغه خدمات تر اربعین پورې دوام لري.