په کندز کې لسګونه اړمنو کورنیو ته شنې خونې جوړې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137708-په_کندز_کې_لسګونه_اړمنو_کورنیو_ته_شنې_خونې_جوړې_شوي
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف.اې.او ) په مالي مرسته د دغه ولایت په آقتاش او ګل ‌تپې ولسواليو کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته شنې خونې (ګرین هوس) جوړې شوې.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 28, 2023 08:34 Asia/Kabul
  • په کندز کې لسګونه اړمنو کورنیو ته شنې خونې جوړې شوي

د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف.اې.او ) په مالي مرسته د دغه ولایت په آقتاش او ګل ‌تپې ولسواليو کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته شنې خونې (ګرین هوس) جوړې شوې.

د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال عبدالغفار صدیقي ویلي، چې د دغه ولایت په آقتاش ولسوالۍ کې ۲۳ او ګل ‌تپې ولسوالۍ کې ۲۲ شنې خونې اړمنو کورنیو ته جوړې شوې دي.

صدیقي زیاته کړې، چې پر دغو شنو خونو شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف.اې.او ) لخوا ورکړل شوی دی.

نوموړي وویل، چې هڅه کوي دې ته ورته نورې شنې خونې هم د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې جوړې کړي.