۱۸ میلیونه اړو افغانانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137712-۱۸_میلیونه_اړو_افغانانو_ته_خوراکي_توکي_نه_دي_رسېدلي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د محدودو منابعو له امله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې ۱۸ میلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي او ۳.۴ میلیونه نور اړمنو کسانو د دې مرستو نیمایي برخه ترلاسه کړې ده.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 28, 2023 08:54 Asia/Kabul
  • ۱۸ میلیونه اړو افغانانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د محدودو منابعو له امله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې ۱۸ میلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي او ۳.۴ میلیونه نور اړمنو کسانو د دې مرستو نیمایي برخه ترلاسه کړې ده.

د آزادۍ رادیو د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم په خپل راپور کې ویلي چې په نادولتي ادارو کې د افغان مېرمنو پر کار کولو بندیزونه د نړیوالو سازمانونو د بشردوستانه مرستو عملیاتي او محافظتي چاپېریال نور هم پېچلی کړی دی.

خو طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر ودې دی.

تر دې مخکې اوچا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستان سره د مرستو کمېدل، څو لسیزې جګړې او په تېرو څو کلونو کې پرلپسې وچکالۍ هغه لاملونه ګڼلې چې له امله یې ۲۹.۲ میلیونه افغانانو جدي بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړې ده.