نیواکګرانو په افغانستان کښې زیات جنایتونه کړي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت د کابینې مشر له هیواده د امریکا د عسکرو د وتلو د دوهمې کلیزې په درشل کښې وویل افغانستان د نیواکګرانو لخوا زیات جنایتونه زغملي دي.
د افغانستان د طالبانو د کابینې د مشر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په کابل کښې د سلګونو دیني علماو په ګډون سره یو لړ مراسمو کښې وویل په تیرو پنځوسو کلونو کښې افغانستان د نیواکګرانو لخوا زیات جنایتونه او مشکلات زغملي دي.
هغه وویل د طالبانو په حکومت کښې د حکومتي ادارو ټول مصرفونه د هیواد له داخلي بودجې او له خارجي مرستو پرته تامینیږي.
په دغو دستورو کښې د طالبانو د حکومت د اقتصاد د وزارت مرستیال عبداللطیف نظري هم وویل په تیرو شلو کلونو کښې د افغانستان خارجي سیاست د بهرنیو هیوادونو لخوا تنظیمیده خو اوس د طالبانو حکومت خپل خارجي سیاست په خپله او په خپلواکه ډول تدوین او تنظیموي.
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم هغو کسانو ته چې د دغه حکومت له مخالفانو سره ملګرتيا کوي خبرداری ورکړ او ویې ویل باید پوه شئ له ظالمانو او د وطن له دښمانو سره یوځاې کیدل او له هغوې څخه د مرستې غوښتل د هیڅ چا په ګټه نه دي.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم وویل په افغانستان کښې زور وینه پاې ته رسیدلي ده او ازادۍ لاس ته راغلي ده او په ټول هیواد کښې واحد نظام واکمن دی.