مولوي کبیرادعا کوی خپلو موخو ته رسیدلي یوو
طالب چارواکي تل په افغانستان کې د وضعیت د ښه ښودلو لپاره داسې څرګندونې کوي، خو مخالفان یې بیا وضعیت یو مخ خراب او له ناورینه ډک څرګندوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او طالبانو سره په کتنه کې ویلي چې طالبان خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي.
هغه ادعا کوی د طالبانو د حکومت او ولس ترمنځ واټن نشته خو د اسلامي نظام ضد کړۍ تل د طالبانو خلاف منفي تبلیغات کوي.
هغه زیاته کړه، چې ټول افغان قومونه د نظام د ټېنګښت او دوام لپاره یو شان نظر لري او په دې برخه کې د اندېښنې وړڅه نشته.
طالب چارواکي تل په افغانستان کې د وضعیت د ښه ښودلو لپاره داسې څرګندونې کوي، خو مخالفان یې بیا وضعیت یو مخ خراب او له ناورینه ډک څرګندوي.
د افغانستان ګاونډي هیوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کی د ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کوی .