مولوي کبیرادعا کوی خپلو موخو ته رسیدلي یوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137892-مولوي_کبیرادعا_کوی_خپلو_موخو_ته_رسیدلي_یوو
طالب چارواکي تل په افغانستان کې د وضعیت د ښه ښودلو لپاره داسې څرګندونې کوي، خو مخالفان یې بیا وضعیت یو مخ خراب او له ناورینه ډک څرګندوي.
(last modified 2023-09-01T06:16:34+00:00 )
Sep 01, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • مولوي کبیرادعا کوی خپلو موخو ته رسیدلي یوو

طالب چارواکي تل په افغانستان کې د وضعیت د ښه ښودلو لپاره داسې څرګندونې کوي، خو مخالفان یې بیا وضعیت یو مخ خراب او له ناورینه ډک څرګندوي.

 

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او طالبانو سره په کتنه کې ویلي چې طالبان خپلو موخو ته د رسېدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي.

 هغه ادعا کوی د طالبانو د حکومت او ولس ترمنځ واټن نشته خو د  اسلامي نظام ضد کړۍ تل د طالبانو خلاف منفي تبلیغات کوي.

هغه  زیاته کړه، چې ټول افغان قومونه د نظام د ټېنګښت او دوام لپاره یو شان نظر لري او په دې برخه کې د اندېښنې وړڅه نشته.

طالب چارواکي تل په افغانستان کې د وضعیت د ښه ښودلو لپاره داسې څرګندونې کوي، خو مخالفان یې بیا وضعیت یو مخ خراب او له ناورینه ډک څرګندوي.

د افغانستان ګاونډي هیوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کی د ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کوی .