د افغانستان بانک رئيس په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 06:21 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار— هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
حسيب الله نوري زیاتوي، چې هدایت الله بدري به له درملنې وروسته ژر تر ژره خپلې دندې ته راوګرځي.
ښاغلی بدري هرات ته په رسمي سفر تللی و او په لاره کې یې موټر ترافیکي حادثه کړې وه.
ټیګونه