د اسلامي ملګرتیا موسسه له افغانانو سره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137978-د_اسلامي_ملګرتیا_موسسه_له_افغانانو_سره_مرسته_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې په اوه څلویښت زره او څلور سوه اړمنو کورنیو باندې د خوراکي موادو د ویشلو کار پیل کړی دی.
(last modified 2023-09-03T03:27:50+00:00 )
Sep 03, 2023 07:54 Asia/Kabul
  • د اسلامي ملګرتیا موسسه له افغانانو سره مرسته کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې په اوه څلویښت زره او څلور سوه اړمنو کورنیو باندې د خوراکي موادو د ویشلو کار پیل کړی دی.

د نړیوالو ارګانونو د شمیرنو پراساس د افغانستان څه د پاسه اتویشت میلیونه ښاریز سمدستي بشر دوستانه مرستو ترلاسه کولو ته ضرورت لري خو دغه نړیوالې ادارې نشي کولای د بودجې د کمښت په دلیل له ټولو ازمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې نن وویل د هیواد په څوارلسو ولایتونو کښې له بې وزله کورنیو سره د اسلامي ملګرتیا موسسې د مرستو د ویشلو دریم او  څلورم پړاو پیل شوی دی.

دغه ټولنې وویل  چې په دغه پړاو کښې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې بې وزله خلکو ته کابو شپږویشت زره د مرستو پیټي ورکول کیږي.