طالبان له خلکو سره د مرستو خنډ کیږي
Sep 03, 2023 12:21 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو امنیت شورا د طالبانو حکومت د افغانستان خلکو ته د نړیوالو مرستو په رسولو کښې په کارړنګونې تورن کړ.
د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه راپور کښې وویل په تیرې جولاۍ میاشت کښې د مرستو د ویشلو په بهیر کښې د طالبانو د لاسوهنې په دلیل د بشر دوستانه مرستو شپږپنځوس پروګرامونه بند شوي دي.
په دغه راپور کښې د ملګروملتونو د بشر دوستانه چارو غږملونکي دفتر قول ویل شوي دي د ښځینه کارکونکو پرضد د محدودیت لګولو هم د افغانستان له ښځو او ماشومانو سره د مرستو د رسولو په بهیر منفي اغیز اچولی دی.
ټیګونه