د ټاپي پروژې په ژر پېل کېدو ټينګار وشو
Sep 04, 2023 11:20 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د ژر پېل کېدو غوښتنه کړې.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ويلي د دې پروژې د پلي کولو لپاره امنيت او ټول شرایط برابر دي او سرپرست حکومت به د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هیڅ ډول همکاري څخه ډډه ونه کړي.د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د یادې پروژې د کار او فعالیت د پيل کېدو غوښتونکی دی.په دې لیدنه کې دواړو لورو د پروژې په پلي کولو او د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.
ټیګونه