جان کربی د پاکستان د لومړي وزیر خبرې بې ځایه وبللې
د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند د پاکستان د لومړي وزیر د خبرو په غبرګون کې ادعا وکړه چي امریکا په افغانستان کې هیڅ ډول وسلې نه دي پرېښې او د پاکستان خبرې بې ځایه دي.
د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند جان کربی ادعا وکړه چي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له راوتلو سره هممهاله محدودوې وسلې پاتې وې، چي هغه هم د امریکایي ځواکونو له لورې له کاره غورځول شوې او یا ورانې شوي وې.
په وروستیو ورځو کې وړمه ورځ د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي وو چې له افغانستان څخه امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په پاکستان کې جنګېدونکو ډلو ته د امریکايي ځواکونو وسلې په لاس ورغلي چې ورسره د هغوی جنګي ځواک پیاوړی شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان د لومړي وزیر خبرې رد کړي دي.
دا په داسي حال کې دې چي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې د ټروریستي بریدونه زیات شوي دي.