جان کربی د پاکستان د لومړي وزیر خبرې بې ځایه وبللې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138178-جان_کربی_د_پاکستان_د_لومړي_وزیر_خبرې_بې_ځایه_وبللې
د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند د پاکستان د لومړي وزیر د خبرو په غبرګون کې ادعا وکړه چي امریکا په افغانستان کې هیڅ ډول وسلې نه دي پرېښې او د پاکستان خبرې بې ځایه دي.
(last modified 2023-09-07T08:27:53+00:00 )
Sep 07, 2023 12:56 Asia/Kabul
  • جان کربی د پاکستان د لومړي وزیر خبرې بې ځایه وبللې

د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند د پاکستان د لومړي وزیر د خبرو په غبرګون کې ادعا وکړه چي امریکا په افغانستان کې هیڅ ډول وسلې نه دي پرېښې او د پاکستان خبرې بې ځایه دي.

د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند جان کربی ادعا وکړه چي له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له راوتلو سره هممهاله محدودوې وسلې پاتې وې، چي هغه هم د امریکایي ځواکونو له لورې له کاره غورځول شوې او یا ورانې شوي وې.

په وروستیو ورځو کې وړمه ورځ د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي وو چې له افغانستان څخه  امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په پاکستان کې جنګېدونکو ډلو ته د امریکايي ځواکونو وسلې په لاس ورغلي چې ورسره د هغوی جنګي ځواک پیاوړی شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان د لومړي وزیر خبرې رد کړي دي.

دا په داسي حال کې دې چي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې د ټروریستي بریدونه زیات شوي دي.