پاکستان په حساس وخت کې سوداګریز تړونونه تر پښو لاندې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138214-پاکستان_په_حساس_وخت_کې_سوداګریز_تړونونه_تر_پښو_لاندې_کوي
پر تورخم دروازه د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې تر وسله‌والې نښتې وروسته دغه دروازه پرون هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه.
(last modified 2023-09-09T05:11:55+00:00 )
Sep 08, 2023 11:45 Asia/Kabul
  •  پاکستان په حساس وخت کې سوداګریز تړونونه تر پښو لاندې کوي

پر تورخم دروازه د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې تر وسله‌والې نښتې وروسته دغه دروازه پرون هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه.

پر تورخم دروازه د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د طالبانو د وسله‌والو ترمنځ د چهارشنبې نښتې لا هم په دواړو غاړو کې د خلکو او تجارتي موټرو د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، نن سبا چې په افغانستان کې د تازه مېوې د حاصل وخت دی د تورخم لارې تړل افغان سوداګرو ته ستر اقتصادي زیان اړوي.

د دغې خونې مسوول خان جان الکوزي رسنیو ته وویل، پاکستان په همدغسې حساس وخت کې هغه تړونونه تر پښو لاندې کوي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې یې له افغانستان سره لاسلیک کړي.

هغه زیاتوي: اوس د مېوې وخت دی، د انګورو او مڼو په لسګونو لارۍ مو ولاړې دي چې خرابېږي. زموږ ټرانزیټ ځي هندوستان ته. همدا ډول د پاکستان زیات ټرانزیټي مالونه ولاړ دي چې باید د تورخم له لارې مرکزي اسیا ته لاړ شي. دا ډېره جدي ستونزه ده او په تېلو شلو کلونو کې حل نه شوه، دا د دواړو هېوادونو اقتصاد ته زیان اړوي. زموږ دولتونه هم دې موضوع ته خاصه توجه نه کوي."