افغان سوداګرۍ خونه:
پاکستان په حساس وخت کې سوداګریز تړونونه تر پښو لاندې کوي
پر تورخم دروازه د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې تر وسلهوالې نښتې وروسته دغه دروازه پرون هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه.
پر تورخم دروازه د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د طالبانو د وسلهوالو ترمنځ د چهارشنبې نښتې لا هم په دواړو غاړو کې د خلکو او تجارتي موټرو د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، نن سبا چې په افغانستان کې د تازه مېوې د حاصل وخت دی د تورخم لارې تړل افغان سوداګرو ته ستر اقتصادي زیان اړوي.
د دغې خونې مسوول خان جان الکوزي رسنیو ته وویل، پاکستان په همدغسې حساس وخت کې هغه تړونونه تر پښو لاندې کوي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې یې له افغانستان سره لاسلیک کړي.
هغه زیاتوي: اوس د مېوې وخت دی، د انګورو او مڼو په لسګونو لارۍ مو ولاړې دي چې خرابېږي. زموږ ټرانزیټ ځي هندوستان ته. همدا ډول د پاکستان زیات ټرانزیټي مالونه ولاړ دي چې باید د تورخم له لارې مرکزي اسیا ته لاړ شي. دا ډېره جدي ستونزه ده او په تېلو شلو کلونو کې حل نه شوه، دا د دواړو هېوادونو اقتصاد ته زیان اړوي. زموږ دولتونه هم دې موضوع ته خاصه توجه نه کوي."