کابل کي یو روغتون پرانیستل شوی
په کابل ښار کې د نيږدې ۳۰۰ ميلونه افغانيو په لګښت د مور او ماشوم يو نوی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه ودانۍ دبياتبنسټ له لوري د ۲۹۶ مېلیونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول سره جوړه شوې ده چې د میندو او ماشومانو درملنه به په کې ترسره شي.ددې روغتون د پرانستې په مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي وويل اوس د بل هر وخت په پرتله په هېواد کې دننه ټولو افغانانو ته دا زمینه برابره شوې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د هېوادوالو د خدمت جوګه و ګرځي.همدارنګه د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد د دغه روغتون جوړېدل په هېواد کې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او د بیات بنياد له دغه اقدام څخه یې مننه او قدردانی وکړه.د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په دغو مراسمو کې دا هم وويل، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د زېږون پر وخت د مور او ماشوم مړینه بې ساري ډول کمه شوې ده.دعامې روغتيا وزير وايي، چې یاد روغتون ۸۴ بسترونه لري، چې ۶۰ بسترونه یې د میندو او ۲۴ نور بسترونه یې د ماشومانو لپاره دي.د بيات بنياد مسوولينو ويلي، چې د دغه روغتون له جوړولو يې موخه د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټول دي.د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات ويلي؛ د دې روغتون له جوړولو یې موخه دا ده، چې په هېواد کې د مور او ماشوم مړینه را کمه او میندو او ماشومانو ته مناسب روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.