افغانستان کې د ماشومانو د نس ناستي ناروغۍ کچه لوړه شوې
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر نهمې پورې دغه سازمان د افغانستان په ۳۳۳ ولسیوالیو کې په مجموعي توګه د نس ناستي ۱۵۷ زره ۷۷۸ سختې پېښې ثبت کړي دي.
د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اونۍ د راپور په حواله پر دغې ناروغۍ د پنځه کلنو ښکته عمر ۹۰۸۴۶ ماشومان او ۷۹۱۱۱ ښځې اخته شوي دي.
د دې راپور له مخې، تېره اونۍ د دغې ناروغۍ له امله شپږ ناروغان مړه شوي هم دي.
د ډاکټرانو د وینا پر اساس، سخت نس ناستی کیدای شي په چټک ډول د بدن د اوبو کچه راټیټه کړي او خوارځواکۍ او حتی د ماشومانو د مړینې سبب وګرځي.
په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري په ناروغۍ د ۲۰۷۳۵ ماشومانو د اخته کېدو خبر هم ورکړی دی.