په ننګرهار کې سیلابونو ۵۰ کورونه نړولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138748-په_ننګرهار_کې_سیلابونو_۵۰_کورونه_نړولي_دي
د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایی، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د استوګنې څه باندې پنځوس کورونه ویجاړ شوی دی.
(last modified 2023-09-19T03:37:03+00:00 )
Sep 19, 2023 08:05 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې سیلابونو ۵۰ کورونه نړولي دي

د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایی، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د استوګنې څه باندې پنځوس کورونه ویجاړ شوی دی.

د افغانستان ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د استوګنې پنځوس کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان  د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایی، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د استوګنې څه باندې پنځوس کورونه ویجاړ شوی دی.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د مومندرې ولسوالۍ د هزارنۍ، ګردي غوش او غازي په کليو کې د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او د دغو استوګنو کورونو مالونه زيانمن شوي دي.

همدارنګه په یادو سیمو کې د چرګانو ۱۱ فارمونه، ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، د مچیو یو فارم او یوه زیاته اندازه ونې له منځه وړل شوي دي.

دغه دفتر دغه راز زياته کړه چې په سرخرود ولسوالۍ کې ٢٥ کورنۍ زيانمنې شوې او ٦٠ جريبه ځمکه هم ويجاړه شوې ده. دغه راز په نازيانو ولسوالۍ کې د چرګانو يو فارم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر زياتوي، چې د يادو اورښتونو له امله په جلال اباد ښار او شينوارو ولسوالۍ کې يو شمېر کورونه ويجاړ شوي دي.

 

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په ټولو سیمو کې د کره معلوماتو او لازمو مرستو په موخه سروې کوي.

بايد وويل شي، چې د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د سېلابونو له امله د استوګنې لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

پرون همداراز د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبی د مرکز پیښور په شمول په ګڼ شمیر سیمو کې هم سخت ورښتونه شوی دي .