جرمني په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138966-جرمني_په_افغانستان_کښې_خپلو_ښاریزو_ته_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني د باندنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په امنیتي حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره له خپلو ښاریزو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.
(last modified 2023-09-25T00:09:26+00:00 )
Sep 25, 2023 04:35 Asia/Kabul
  • جرمني په افغانستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د جرمني د باندنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په امنیتي حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره له خپلو ښاریزو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد ښاریزو ته په وینا کښې وویل  د افغانستان امنیتي حالت مناسب نه دی او په کابل کښې د جرمني د سفارت د تړل کیدا په دلیل حاضردمه په افغانستان کښې د ځايي کنسولي ملاتړ هم امکان نلري.

د جرمني خارجه وزارت بیانیه وايي چې په تیرو دوو کلونو کښې په ټول افغانستان کښې وژلې ، غلاګانې او د خلکو تښتول په تیره بیا د خارجي ښاریزو تښتول او نور جنایتونه او تاوتریخوالي زیات شوي دي.

د جرمني حکومت په داسې حال کښې په افغانستان کښې د ناامنۍ ادعا کوي چې برلین له خپل هیواده د کډوالو د ایستلو بهیر له سره پیل کړی دی او د تیر کال په تلې میاشتې کښې له ګواښ سره د مخامخ افغانانو د منلو د پروګرام له رامینځته کولو  او هره میاشت د زرګونو کسانو له منلو سره سره تراوسه هیڅ پناه غواړی د دغه پروګرام له لارې جرمني ته نه دی بیول شوی.