افغانستان او پاکستان په تېره اوونۍ کې
په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان مهمې پېښې دلته ولولئ.
په تېره اوونۍ کې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې، د دواړو هیوادونو تر مینځ دینې مشترکاتو ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: له نیکه مرغه اوس هم د دواړو هیوادونو تر مینځ ښې اړیکې رامینځ ته شوي او هڅې روانې دي چي دا اړیکې نورې هم پراخي شي، باید په مختلفو ډګرونو کې له یو بل سره خپلې تجروبې شریکې کړو، د طالبانو د حج او اوقافو د وزیر په وېنا، ټوله اسلامي هیوادونه په تېره بیا د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هیوادونه په اوسني حالاتو کې ورورولی او یووالې ته ضرورت لري، چي ښه بیلګه یې د ایران او افغانستان تر مینځ رامینځ ته شوې اړیکې دي، د طالبانو د حج او اوقافو د وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده چي د ایران د سفیر مرستیال مرتضوی هم ویلي دي: افغانستان او ایران دواړه اسلامي هیوادونه دي او له یو بل سره، تاریخې اړیکې لري، نو په کار ده چي د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره ګډې هڅې وشي. هغه زیاته کړې ده چي د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د ولس تر څنګ پاته شوی او ایران د افغانستان د دښمنانو لپاره پر امن نه دی.
باید وویل شي چي د نړیوالو حقوقو له مخې، د هیوادونو اړیکې هغه مهال پراختیا مومي، چي دواړه لورې د یو بل د ګټو خیال وساتي او درناوي یې وکړي، په دې توګه هیوادونه په نړیوال ډګر کې له یو بل سره ژورې اړیکې مومي او په ټولو ډګرونو کې د ګډو همکاریو لپاره زمینه برابریږي. له شکه پرته فرهنګي، ژبنیز او مذهبی اشتراکات هم د اړیکو د لا پراختیا سره مرسته کوي.
په تېره اوونۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان د یوې نظرغوښتنې د پایلو په خپرولو سره، ویلي چي په افغانستان کې اکثره ښځې په دې باور دي چي که د طالبانو حکومت ښځو ته د کار او د تحصیل اجازه ورکړي، د افغانستان ښځې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندني څخه ملاتړ کوي، دا نظر غوښتنه د جولای په میاشته کې د ملګرو ملتونو له لورې تر سره شوې ده، نظر غوښتنه کې کابو ۶۰۰ ښځو څخه پوښتنه شوې وه، چي ۵۴ سلنه یې د کار او د تحصیل د جواز په صورت کې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې سره موافقه کړې وه، خو پاته ۴۶ سلنه ښځو ویلي چي نړیواله ټولنه دې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې څخه باید ډډه وکړي، دا نظر غوښتنې ښودنه کوي چي د افغانستان له نیمایي زیاتې مېرمنې د کار او د تحصیل د جواز د تر لاسه کولو په صورت کې د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې سره مخالفې نه دي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان سیاسي دفتر یوناما د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې سره هممهاله ، دافغان مېرمنو دغه نظر غوښتنه یې خپره کړې ده.
د افغانستان د چارو کارپوه امین فرجاد په دې اړه وایي: که څه هم د دې نظر غوښتنې له مخې دې نتېجې ته رسېږو چي افغان مېرمنې د کار او د تحصیل د جواز په ترلاسه کولو سره، د طالبانو د حکومت له رسمیتي پېژندنې سره موافقه دي، لیکن په دغه نظر غوښتنه کې د مخالفینو او د موافقو شمېر سره نژدې دي، طالبانو د ښځو د حقوقو په نه رعایتولو سره، د افغانستان د نیمایي مېرمنو ملاتړ یې له لاسه ورکړی دی، داسي مساله چي که هواره نه شي په راتلونکې کې د طالبانو د حکومت لپاره ستونزې رامینځ ته کولایشي.
په تېره اوونۍ کې په ایران کې د افغانستان د اقتصادي فعالانو د ټولنې مشر بشیراحمد اربابي اعلان وکړ چي کابل ته په سفر کې او له طالب چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان لوېدیځو ولایتونو لپاره د ایران د ګازو له وارداتو سره، هوکړه شوې ده. د اربابي په وېنا، د طالبانو د وزیرالوزرا اقتصادي مرستیال او د طالبانو د حکومت نورو اقتصادي چارواکو هوکړه کړې ده چي په ایران کې له میشتو افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو څخه ملاتړ وکړي، د هغه په وېنا د دغه سفر پر مهال په ایران کې د افغانستان د اقتصادي فعالانو د ټولنې او طالبانو د حکومت تر مینځ یو شمېر موافقې هم لاسلیک شوي او د یادې ټولنې غړو له کارخانو او معدنونو څخه کتنه کړې ده، بشیراحمد اربابی زیاته کړې ده: د طالبانو د صنعت او معدن له وزارت او د ملي پراختیا له وزیر سره هوکړه د دې سفر تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده، د دغې هوکړې له مخې ټاکل شوې ده چي د دوغارون له لارې هرات ولایت ته له ایرانه د ګازو نلکۍ وغځیږي، دا به د ایران او د افغانستان تر مینځ د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام وي.
په تیره اوونۍ کې په پاکستان هم مختلفې پېښې رامینځ ته شوې وې، یو تر ټولو مهم خبر په نیویورک کې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د پاکستان د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تر مینّځ لیده کاته ده، په دغه کتنه کې د ایران ولسمشر د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا لپاره پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو د اړیکو کچه یې ټیټه وباله او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو د مسئولینو د ګډو هلوځلو په ضرورت ټینګار وکړ، رئیسي د دې په بیانولو چي د نړیوال بدلونونه د ایران او پاکستان په نېکو اړیکو هیڅ اثر نه شي کولای، د دواړو هیوادونو تر مینځ ګډ سرحدونه یې یو ښه فرصت وباله او وویل: دغې ګډې پولې د سوداګریو او د سرحدي سیمو د پراختیا لپاره ښه فرصت دی، د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ هم په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریو د ټیټې کچې نه د خواشینی په څرګندولو سره، وویل چي اسلام آباد غواړي ایران سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او نوي ټرانزیتې لارې جوړې کړي، هغه د پاکستان په بهرني سیاست کې د ایران مهم ځایګی ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د ګډو پولو د امنیت د ساتنې په اهمیت ټینګار وکړ او وویل: د ایران ولس باید د پاکستان له ګاونډیتوبه د امنیت احساس وکړي. دواړو لورو همدارنګه په سیمې کې د انرژیو د لېږدولو په ډګر کې د همکاریو په هکله هم سلامشورې وکړې.
د پاکستان د چارو کارپوه محسن رویي صفت وایي: پاکستان او ایران د اړیکو د پراختیا لپاره له پوره ظرفیتونو څخه برخمن دي چي ځینې خنډونه یې د پراختیا په مخکې موجود دي، لومړی خنډ په پآکستان کې د حکومتونو دوامداره بدلون او د سیاسي ثبات نه شتون دی، دوهمه ستونزه، د امریکې له سیاستونو سره، د اسلام آباد د مرکزي حکومتونو ملتیا او د بندیزونو په پلمې سره، د ایران او پاکستان تر مینځ د هوکړو نه عملي کېدا ده چي یوه بېلګه هم دغه د ګازو نلکۍ ده، خو دا په داسي حال کې دی چي د پاکستان ولس د دې هیواد له چارواکو څخه د سیمه ایزو چارو په ډګر کې د خپلواکو سیاستونو د پلې کېدو تمه لري.
په تېره اوونۍ کې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په دغه هیواد کې د عمومي ټاکنو نیټه په ډاګه کړې ده او ویلي دي چي د نویو ټاکنیزو حوزو چاري یې څېړلي دي او تر راتلونکۍ اوونۍ پورې به د ټاکنیزو حوزو د حدودو د ټاکلو لپاره لومړنی لیست خپروي، د پاکستان د ټاکنیز کمیسیون له راپور سره سم، د نوماندانو او د ګونډونو د نظراتو او د وړاندیزونو له ترلاسه کولو وروسته، وروستی لیست به د نوومبر په میاشته کې اعلان شي. د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وایي چي نوماندان او ګوندونه د ټاکنیزو سیالیو لپاره ۵۴ ورځې فرصت لري، له واکه د شهباز شریف تر لیري کېدو وروسته انوارالحق کاکړ د دې هیواد د موقت لومړي وزیر په توګه وګمارل شو.
د پاکستان مخکنی لومړی وزیر شهباز شریف د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ډاډ ورکړی دی چي په دغه هیواد کې به عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي. د پاکستان د قوانینو له مخې، که واکمن ګوند له وخت مخکې واک وسپاري، موقت حکومت ۹۰ ورځو کې باید د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي، خو که حکومت د خپلې واکمنۍ پړاو بشپړه کړي نو بیا موقته اداره د ټاکنو د تر سره کولو لپاره یوازې ۶۰ ورځې وخت لري.
په تېره اوونۍ کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی د یوې میاشتې په موده کې د دوهم ځل لپاره کابل ته په سفر تللې دي څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د ټنشونو د زیاتوالې مخنیوي وکړي، دا په داسي حال کې دی چي اسلام اپاد په افغانستان کې د ترهګرو له ودې او په خپلو سرحدونو کې له ناامنیو څخه سختې اندېښنې څرګندې کړي دي، آصف علی دراني د طالبانو له خارجه وزیر امیرخان متقی سره په کتنه کې د مهمو موضوعاتو په هکله منجمله د کډوالو، ډیپلوماټیکو اړیکو او سرحدي مسایلو په هکله خبرې اترې کړي دي، امیرخان متقي ټینګار وکړ چي امنیتي مسایل باید د دواړو هیوادونو تر مینځد ګډو کمیټو له لورې تعقیب کړای شي، د طالبانو د خارجه وزارت په اعلامیه کې راغلې ده چي د امنیتي او سیاسي مسائلو په خاطر باید د دواړو هیوادونو تر مینځ سرحدات بند نه شي، دراني له کابل څخه اسلام اباد ته د راستنېدو پر مهال په یوه خبري غونډه کې وویل: پاکستان به د ټولو موضوعاتو د هوارولو لپاره له طالبانو سره فعاله ډیپلماسۍ ته دوام ورکړي.