په افغانستان کې دې د میرمنو او خبریالانو حقوق رعایت شي
په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګئ دفتر (یوناما)د یوې اعلامیې په خپرولوسره یوځل بیا په دغه هیواد کې د میرمنو او انجونو د حقوقو د فعالانو او خبریالانو د نیولو په دریدا ټینګار وکړ.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د یوناما په دغې اعلامیې کې راغلي دي،په وروستیو لسو ورځو کې په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره یوځای دمیرمنو دد حقوقو دوه فعالان نیول شوي دي.
ددغې اعلامیې په اساس دې هغه کلتوری فعالان او خبریالان چې څو میاشتې مخکې نیول شوي وو، هماغه راز په بند کې شپې سبا کوي.
یوناما په دغې اعلامیې کې د افغانستان له چارواکو غوښتي دي ،خپل سري نیونې او ځورونې دې ودروي او دمیرمنو او خبریالانو حقوق دې رعایت کړي او نیول شوي کسان باید د مدافعو وکیلانو او روغتیائي او طبی خدماتو ته لاس رسی ولرل شي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال اګست میاشت کې واک ته دطالبانو له بیرته رسیدا وروسته د مختلفو ښاریزو نیولل او ځورول له پراخو داخلی او بهرنیو اعتراضونو سره مخ شوي دي.