په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د لړۍ دوام
د پاکستان امنیتي ځواکونو ۳۷۵ نور افغان کډوال نیولي دي.
په دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، شړلو او له هغوی سره د ناوړه چلند له امله د دواړو هېوادونو په اړیکو کې کړکیچ رامنځته کړی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، پاکستاني رسنیو اعلان کړی، چې د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست ځواکونو او د پاکستان استخباراتي ادارو د تلاشۍ په عملیاتو کې ۳۷۵ افغان کډوال په پلازمېنه اسلام اباد کې د قانوني جوازونو د نه لرلو په تور نیولي دي.
د دغه رپوټ له مخې نیول شوي کسان به له پولې ها خوا افغانستان ته د انتقال لپاره وړل کیږي.
تر دې مخکې د پاکستان موقتې کابینې اعلان کړی و چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه افغان کډوال وباسي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو کره شمېره معلومه نه ده، خو ویل کېږي چې پاکستان تر اسلامي جمهوریت وروسته تر ټولو ډېر افغان کډوال ځای پر ځای کړي دي.
په پاکستان کې د ناقانونه افغان کډوالو باندې فشار په دې وروستیو میاشتو کې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر سر تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.
په افغانستان کې تر څلورو لسیزو زیاتې جګړې او اشغال د میلیونونو وګړو د کډوالۍ لامل شوی دی او د کلتوري مشترکاتو او ګاونډیتوب له امله له نیمایي څخه زیات افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.