له پاکستانه پر بیرته ستانو شووافغانانو مرستې هم بندې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139434-له_پاکستانه_پر_بیرته_ستانو_شووافغانانو_مرستې_هم_بندې_شوې
د افغانستان حکومتی چارواکو هم ددغو مرستو ددریدا په تائيدولو سره  وئیلي دي، هغه افغان پناه غواړي چې له باکستانه بیرته ستنیږي ، دافغانستان او د کډوالو د چارو د ادارې له خوائې نومونه لیکل کیږي.
(last modified 2023-10-03T21:33:37+00:00 )
Oct 04, 2023 02:00 Asia/Kabul
  •  له پاکستانه پر بیرته ستانو شووافغانانو مرستې هم بندې شوې

د افغانستان حکومتی چارواکو هم ددغو مرستو ددریدا په تائيدولو سره  وئیلي دي، هغه افغان پناه غواړي چې له باکستانه بیرته ستنیږي ، دافغانستان او د کډوالو د چارو د ادارې له خوائې نومونه لیکل کیږي.

زمونږخبریال راپور راکړ، دافغانستان په ننګرهار ولایت کې مرستندویو  اورګانونو   له پاکستانه بیرته ستانو شوو افغان پناه غواړو سره مرستې درولی دي

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ځینو سرچینو  وئیلي دي ، چې نړیوالو مرستندویه  اورګانونو له دوشنبې ورځې راهسې پر هغو اړمنو کسانو خپلې مرستې بندې کړي دي چې په همداوروستیو کې  له پاکستانه بیرته  خپل هیواد ته ګرځيدلي دي .دغو سرچینو  د مرستندویه  اورګانونو د مرستو دریدا، افغانستان ته د بیرته ستنیدونکو پناه غواړو د زیاتیدا او د دوی د بودجې  کمښت اعلان کړی دی .

د افغانستان حکومتی چارواکو هم ددغو مرستو ددریدا په تائيدولو سره  وئیلي دي، هغه افغان پناه غواړي چې له باکستانه بیرته ستنیږي ، دافغانستان او د کډوالو د چارو د ادارې له خوائې نومونه لیکل کیږي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،  درسندویو د راپورونو په اساس ، په همداوروستیو کې  په پاکستان کې د افغان  پناه غواړو  لپاره په تیره د هغو افغانانو لپاره ژوندډير تریخ شوی دی  چې له پاسپورټونو او اجازت پرته  په دغه هیواد کې دیره شوي دي  او د پاکستان حکومت هم ګواښ کړی چې غیر قانونی کډوال دې له هیواده پښې سپکې کړي که  نه نو له ټاکلی وخته وروسته به ونیول او شتمنۍ او وسایل به ئې مصادره او دوي به هم خپلو هیوادونو ته ولیږدول شي.