ننګرهار کې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139716-ننګرهار_کې_زیاته_اندازه_چاودیدونکي_توکي_ونیول_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي دا چاودیدونکي توکي له ګاونډی هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو.
(last modified 2023-10-10T02:37:38+00:00 )
Oct 10, 2023 07:05 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي ونیول شول

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي دا چاودیدونکي توکي له ګاونډی هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو.

د ننګرهار والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردود کشف او استخباراتو څانګې موظفینو د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې له یوه کور څخه د عملیاتو پر مهال ۵۶ بوجۍ چاودیدونکي توکي کشف او تر لاسه کړل.

 په خبرپاڼه کې راغلي چې دا توکي له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو او په پام کې وه چې د هیواد نورو سیمو ته په ترهګریزو پیښو کې د کار اخیستنې په موخه ولیږل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو چاودیدونکو د لیږد په تور د سید محمدپه نوم یو تن نیول شوی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی او د نورو پوښتنوګرویګنو او توقیف لاندی دی.