ننګرهار کې زیاته اندازه چاودیدونکي توکي ونیول شول
Oct 10, 2023 07:05 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي دا چاودیدونکي توکي له ګاونډی هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو.
د ننګرهار والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردود کشف او استخباراتو څانګې موظفینو د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې له یوه کور څخه د عملیاتو پر مهال ۵۶ بوجۍ چاودیدونکي توکي کشف او تر لاسه کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا توکي له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راوړل شوي وو او په پام کې وه چې د هیواد نورو سیمو ته په ترهګریزو پیښو کې د کار اخیستنې په موخه ولیږل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو چاودیدونکو د لیږد په تور د سید محمدپه نوم یو تن نیول شوی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی او د نورو پوښتنوګرویګنو او توقیف لاندی دی.
ټیګونه