د قوش‌تېپې کانال د دوهم فاز چارې نن پيل کيږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139784-د_قوش_تېپې_کانال_د_دوهم_فاز_چارې_نن_پيل_کيږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي نن سهار بلخ ولایت ته سفر وکړ.
(last modified 2023-10-11T02:00:47+00:00 )
Oct 11, 2023 06:25 Asia/Kabul
  • د قوش‌تېپې کانال د دوهم فاز چارې نن پيل کيږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي نن سهار بلخ ولایت ته سفر وکړ.

نوموړی به د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز د ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د چارو پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړي.

د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه پیلېږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت آباد ولسوالۍ پورې رسیږي.

د یادولو وړ ده چې د قوش‌تېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې وړاندې بشپړې شوې دي.