په هرات کې د سلما بند د ماتیدو اوازه رد شوه
افغان چارواکي د هرات ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اوبو دغه بند د زلزلې ضد اړین معیارونه لري او په روانه اونۍ کې د دوو زورورو زلزلو له امله یې بدن ته زیان نه دی رسېدلی.
دافغانستان د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند د ویجاړېدو او نړېدو خبرونه په بشپړ ډول بې بنسټه او له اوازو پرته بل څه نه دي.
په دغه ولایت کې د پرله پسې زلزلو او ورښتونو په اړه د خلکو د اندیښنو په دوام، دا ځل د سلما بند د ویجاړیدو او د هغې د زیرمو د اوبو د ډیریدو خبر ورکړل شوچی د خلکو په اندیښنو کې اضافه شوه.
د هرات ښاريانو د دې خبر په اورېدو سره د چشت، اوبې او پښتون زرغون ولسواليو اوسېدونکو خپل کورونه او د اوسېدو ځايونه پرېښي او د سېلابونو له خطر څخه د مخنيوي په خاطر يې غرونو او لوړو سيمو ته پناه وړې ده.
خو د سلما بند د امنيت امر يو تن دغه خبر رد کړ او ويې ويل چې دا خبر افواه دي او متعصب کسان د خلکو په ذهنونو کې د وېرې او اندېښنې د پيدا کولو په موخه دا ډول ناسم خبرونه خپروي.