د اسلامي مذاهبو د نژدېوالې د نړیوالې ټولنې مشر:
نړۍ دې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي
Oct 15, 2023 11:02 Asia/Kabul
د اسلامي مذاهبو د نژدېوالې د نړیوالې ټولنې سرمنشي د افغانستان له زلزله خپلو سره د نړیوالې ټولنې او مرستندویو اداراتو د مرستو غوښتونکی شو.
د ایسنا له راپور سره سم، په ایران کې د اسلامي مذاهبو د نژدېوالې د نړیوالې ټولنې سرمنشي حجت الاسلام حمید شهریاري په افغانستان کې د زلزلو د امله د زرګونو افغانانو له مرګژوبلې نه د خواشینی په څرګندولو سره، په نړیوالې ټولنې او مرستندویو اداراتو ږغ کړی دی چي افغانان دې یوازې نه پرېږدي او زلزله ځپلو سره بشري مرسته وکړي.
د افغانستان په هرات ولایت کې لومړۍ زلزله د اکټوبر په اووهمه وشوه او بیا له هغه راهیسې څو ځلې هرات او شاوخوا سیمې یې لرزېدلې دي چي د امله یې څلورنیم زرو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
ټیګونه