په افغانستان کې د زلزلې د بحران پایلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140018-په_افغانستان_کې_د_زلزلې_د_بحران_پایلې
د افغانستان په لوېديځ کې د هرات والي د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د وروستۍ زلزلې د ناورينونو د خپرېدو په اړه خبردارى ورکړ.
(last modified 2023-10-15T23:35:30+00:00 )
Oct 16, 2023 04:03 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د زلزلې د بحران پایلې

د افغانستان په لوېديځ کې د هرات والي د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د وروستۍ زلزلې د ناورينونو د خپرېدو په اړه خبردارى ورکړ.

د افغانستان په لوېديځ کې د هرات والي د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې د وروستۍ زلزلې د ناورينونو د خپرېدو په اړه خبردارى ورکړ.

تېره اوونۍ د هرات ولایت د "زندجان" ښار او د دغه ولایت نورې سیمې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې یوې زلزلې ولړزولې، چې پراخې ویجاړۍ او مرګ ژوبله یې واړوله. له هغه وخت راهیسې هرات د څو نورو ویجاړونکو زلزلو شاهد دی.

د تسنیم د خبر له مخې، د هرات والي نوراحمد اسلام جار تېره ورځ (یکشنبه) د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال په ګډون د ملګرو ملتونو د استازو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې د هرات اوسیدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي، په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو زیانونه او د دې منفي پایلو کړکیچ د هرې ورځې په تیریدو سره پراخیږي.

د هرات والي وويل: د سړې موسم په رانژدې کېدو سره د دې ولايت د يوشمېر اوسېدونکو کورونه د زلزلې له امله په بشپړه توګه ويجاړ شوي او اوسېدونکي يې سرپناه نه لري.

اسلام جار له مرستندويه ادارو وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره په مرسته کې خپل بشري مسووليت ادا کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت له نړيوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان په لوېديځ کې د زلزلې له امله له زيانمنو شويو خلکو سره مرسته وکړي.