د افغانستان په شمال کې یو ماشوم وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140020-د_افغانستان_په_شمال_کې_یو_ماشوم_وژل_شوی_دی
تېره ورځ سهار د افغانستان په شمال کې د جګړو له امله د پاتې شویو مهماتو د چاودنې له امله یو افغان ماشوم ووژل شو.
(last modified 2023-10-15T23:38:36+00:00 )
Oct 16, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال کې یو ماشوم وژل شوی دی

تېره ورځ سهار د افغانستان په شمال کې د جګړو له امله د پاتې شویو مهماتو د چاودنې له امله یو افغان ماشوم ووژل شو.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو څخه پاتې شوي ماینونه او مهمات لا هم د دغه هیواد خلک په ځانګړې توګه ماشومان قرباني کوي.

له کابله د صدا او سیما خبری آژانس د راپور له مخې، د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایض خبر ورکړی، چې یو لس کلن ماشوم د اشغالګرو د یرغل او اشغال په وخت کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله وژل شوی دی او د دغه ولایت په اله ساى ښارګوټي کې دچاودنې له امله دوه تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې او اشغال پایلې لا هم د افغانانو په ځانګړې توګه د دغه هېواد ماشومان قرباني کوي.

د سره صليب د نړيوالې کمېټې د شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د جګړې له وخت څخه د پاتې شويو ماينونو، مهماتو او ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له امله نږدې زر تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي، چې له دې جملې څخه په سلو کې نهه نوي تنه ملکي وګړي او په سلو کې شپیته یې ماشومان وو.

د افغانستان شپږ سوه مربع کیلومتره خاوره لا هم له هر ډول ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو نه پاکه ده.