له افغان کډوالو سره د ترکیې په نامناسب چلند د طالبانو نیوکه
د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر د افغانستان له کډوالو سره د ترکیې په ناسم چلند نیوکه کړې ده.
ترکیې په دې وروستیو میاشتو کښې ډیر افغانستاني کډوال له هیواده ایستلي دي. د خپرو شویو احصائیو له مخې، له ۳ لاکو ډیر افغان کډوال په ترکیې کښې اوسیږي.
د طالبانو د کډوالود چارو وزیر په کابل کښې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره په کتنه کښې وویل چې ترکیه باید د نړیوالو قوانینو مطابق، په زوره د افغانستاني کډوالو د ایستلو پرځاې د هغوي لپاره د کار زمینه برابره کړي او د هغوي ستونزې هوارې کړي.
د حقاني په وینا، د هغو افغان کډوالو لپاره چې خپل هیواد ته د ستنیدو غوښتونکي دي، د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډې غږملتیا برابریدل ضروري دي.
د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر جنګ اونال هم په دغه ملاقات کښې ویلي چې مطرح شوې خبرې به د خپل هیواد چارواکو ته ورسوي.