په لومړي ځل د مزارشریف – جدې ترمنځ الوتنې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140234-په_لومړي_ځل_د_مزارشریف_جدې_ترمنځ_الوتنې_پیل_شوې
د افغانستان د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مزارشریف او د سعودي عربستان ترمنځ دوه اړخیزه الوتنې پيل شوې.
(last modified 2023-10-19T20:47:28+00:00 )
Oct 20, 2023 01:07 Asia/Kabul
  • په لومړي ځل د مزارشریف – جدې ترمنځ الوتنې پیل شوې

د افغانستان د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مزارشریف او د سعودي عربستان ترمنځ دوه اړخیزه الوتنې پيل شوې.

د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت د هوايي ډګر مشر ارکان مولوي حیات الله صفا ویلي، چې د  کام ایر هوایي شرکت له چارواکو سره یې په ګډه د دې الوتنو د ترتیب په برخه کې کار کړی، ترڅو د بلخ له هوایي ډګره سعودي عربستان ته الوتنې پیل شي.

صفا زیاته کړې، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د بلخ او سعودي عربستان ترمنځ د کام ایر هوايي شرکت دوه اړخیزه الوتنو پيل او په لومړۍ الوتنه کې ۱۲۱ مسافر د جدې ښار ته ولاړل.

په ورته وخت کې دوو مسافرو جدې ښار ته د الوتنو په پیل خوښي وښوده او ويي ویل، چې اوس به په لنډ وخت او کم لګښت سره سعودي عربستان هېواد ته سفر کوي.