د افغانستان په هرات ولایت کښې نن بیا زلزله راغله
زمونږ خبریال راپور راکړی نن سهار د افغانستان د هرات ولایت ځینې برخې بیا هم زلزلې ولړزولې.
د امریکا د ځمکنې د پیژندنې تحقیقاتي مرکز نن سهار د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کښې د یوې بلې زلزلې د راتلو خبر ورکړ او ویې ویل دغه زلزله چې څلور اعشاریه یو ریشټره وه نن سهار راغلي وه او د ځمکې په لس کلومیټره ژوروالي کښې وه او مرکز یې هم د هرات ښار په شمال لویدیځ کښې و.
د نن سهار د زلزلې د تاوانونو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د افغانستان په هرات ولایت کښې د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه هم څو سختې زلزلې راغلي وې چې له کبله یې تراوسه پینځلس سوه کسان وژل شوي او څه د پاسه دوه زره نور ژوبل شوي دي.
د هرات ولایت ګڼ شمیر خلک اوس هم په خیمو کښې او په خلاصې فضا کښې شپې او ورځې سبا کوي ځکه چې د ډيرو خلکو کورونه ړنګ شوي دي او هیڅ سرپناه نلري.