د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د چرس د کروندو ویجاړول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140886-د_افغانستان_په_بېلابېلو_ولایتونو_کې_د_چرس_د_کروندو_ویجاړول
 د افغان طالبانو حکومتي ځواکونو د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چرسو کښت د لمنځه وړلو خبر ورکړی.
(last modified 2023-11-02T05:29:15+00:00 )
Nov 02, 2023 09:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د چرس د کروندو ویجاړول

 د افغان طالبانو حکومتي ځواکونو د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چرسو کښت د لمنځه وړلو خبر ورکړی.

 د افغان طالبانو حکومتي ځواکونو د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چرسو کښت د لمنځه وړلو خبر ورکړی.

افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو له سترو تولیدونکو څخه بلل کیږي او په دغه هېواد کې څه د پاسه څلور ميليونه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي، دغه راز څه دپاسه ٥٠٠ زره کسان د نشه يي توکو په کښت، سوداګرۍ او قاچاق بوخت دي.

د افغانستان څخه د شفقنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه حکومت له نشه ایزو موادو سره د مبارزې ځواکونو په ننګرهار،  فاریاب او دایکنډی ولایتونو کې څه دپاسه سل هکتاره چرس له منځه وړي دي او په تړاو یې شپږ تنه نیول شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت امنیتی ځواکونو په تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د قاچاق په تور د څلور زره کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.