تېرو دوه لسیزو کې افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي
په داسې حال کې چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ رانژدې کېدونکې ده، د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی چې په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د ۲۰ ښځو په ګډون ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغه مرکز په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې یاد شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له دوه زره لومړي کال راهیسې د هدفي بریدونو او سازمان شویو جرمونو او یا هم د جګړې د پېښو له امله وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو جرمونو له نوي سلنې څخه ډېرو ته عدالت نه دی ورکړل شوی.
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهيسې په هېواد کې درې خبريالان او د رسنيو کارکوونکو خپل ژوند بایللی دی چې په تېرو کلونو کې د قربانيانو شمېر ته په کتو سره د ژوند د خونديتوب په برخه کې يو مثبت او هيله من پرمختګ بلل کېدای شي.