د افغان کډوالو د اخراج په اړه پاکستان ته خبرداری
د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې پاکستان باید د خپلو اعمالو له پایلو خبر وي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې پاکستان باید د خپلو اعمالو له پایلو خبر وي.
د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو له غبرګون وروسته د دغه حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د جمعې په ورځ وویل چې پاکستان باید پر افغان کډوالو ظلم ونه کړي او د دوی مالونه ضبط نکړي.
مجاهد له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د اخراج او له مهاجرينو سره د امنيتي ځواکونو د ناوړه چلند په غندلو سره له نړيوالې ټولنې او نړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې د مهاجرينو اوسني حالت ته پام وکړي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر خبرداری ورکړ: هر هغه څه چې د پاکستان رژیم یې کوی، باید په عواقبو پوه شی او په دې پوه شی چې اوسنی وضعیت به د افغانستان او پاکستان په اړیکو څه اغیز وکړی.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس استانکزي هم د طالبانو او له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غیر انساني سیاست بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې که دغه تګلاره بدله نه شي، کابل به غبرګون ته اړ شي.