د ملابرادر په مشری افغان پلاوی تهران ته ورسېده
Nov 04, 2023 11:37 Asia/Kabul
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال په مشری یو جګپوری پلاوی تهران ته ورسېده.
د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازی حسن کاظمې قمې د رسندویې مرستیال میثم مهدی پور په وېنا، ټاکل شوې ده چي دغه جګپوري پلاوي د اقتصادي همکاریو، پانګونې، ټرانزیت او سوداګریزو ډګرونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
همدارنګه په دغه سفر کې به د ګمرکاتو او ورسره نورو اقتصادي مسائلو باندې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په هکله هم بحث وشي.
دا په داسي حال کې دې چي په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د ایران ونډه له ۳۵ سلنې زیاته شوې ده او په ایران کې هم افغانانو د پآم وړ پانګونې کړې دي.
ټیګونه