د کډوالو اجباري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141014-د_کډوالو_اجباري_ایستل_د_نړیوالو_اصولو_خلاف_دي
د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل د بشري حقونو او نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.
(last modified 2023-11-04T08:12:55+00:00 )
Nov 04, 2023 12:41 Asia/Kabul
  • د کډوالو اجباري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف دي

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري ایستل د بشري حقونو او نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

د نوموړي د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت د امنیتي ځواکونو بد چلند، زور زیاتی او د هغوی د شتمنیو او اسنادو په زوره اخیستل له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه ده.

حامد کرزي د پاکستان له متنفذو شخصیتونو، د دغه هېواد د بشري حقونو د دفاع له بنسټونو او اړوندو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د حقونو خوندیتوب لپاره فعال شي او له دوی سره د روان ناوړه چلند مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې له پاکستان څخه ۱۵۰ زره افغان کډوال بیرته هېواد ته را ستانه شوي دي.