ملګروملتونو د هرات د زلزله ځپلیو لپاره مرسته وغوښتله
(last modified Sun, 05 Nov 2023 00:09:32 GMT )
Nov 05, 2023 04:39 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د هرات د زلزله ځپلیو لپاره مرسته وغوښتله

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی ملګروملتونو د افغانستان د هرات ولایت د زلزله ځپلیو لپاره د بودجې په کمښت اندیښنه څرګنده کړه.

د افغانستان په لویدیځ کښې د هرات ولایت د سختې زلزلې د کابو یوې میاشتې له تیریدا سره سره اوس هم یوشمیر زلزله ځپلي خلک کورونه نلري او د دوې ژوند ډیر سخت دی.

د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غرملونکي دفتر( اوچا) پرون وویل په ژمي موسم کښې د هرات له  زلزله ځپلیو خلکو سره د مرستې لپاره له درې نوي اعشاریه شپږمیلیونه ډالرو بودجې څخه چې غوښتنه یې شوي وه یوازې شپږویشت فیصده تامین شوي دي.

اوچا زیاته کړه د هرات د زلزله ځپلیو خلکو لپاره د کورونو د جوړولو لپاره څلویښت اعشاریه دوه میلیونه ډالرو ته ضرورت شته چې تراوسه یې اوه اعشاریه پینځه میلیونه ډالره تامین شوي دي.

د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر اوچا د بشر دوستانه مرستو له فعالونکو څخه وغوښتل چې د بیړنیو سرپناه په برابرولو ، د نغدو پیسو ، خواړو او د روغتیا د امکاناتو په ورکولو سره په افغانستان کښې د زلزلې له کبله له تاوان لیدونکو کورنیو سره مرسته وکړي.

اوچا په خپل وروستي راپور کښې وویل جاجونې وايي چې څه د پاسه اته څلویښت زره کورنۍ د هرات د زلزلې له کبله اغیزمنې شوي دي.

دغه راپور وايي چې په هرات کښې په زلزلې کښې کابو لس زره کورونه په کامل ډول تباه شوي او شل زره او څلور سوه کورونو ته هم سخت تاوانونه رسیدلي دي.

د هرات په زلزلې کښې څه د پاسه دوه زره کسان وژل شوي وو.

 

ټیګونه