د افغانستان لومړیتوب له ایران سره داړیکو پراختیا ده
(last modified Thu, 09 Nov 2023 11:02:18 GMT )
Nov 09, 2023 15:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان لومړیتوب له ایران سره داړیکو پراختیا ده

د افغانستان د طالبانو د حکومت دریس الوززا اقتصادي مرستیال د ایران له اسلامی جمهوریت سره داقتصادي او تجارتی اړیکو پراختیا د کابل یو لومړیتوب وبالۀ.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کابینې  اقتصادي مرتسیال ملاعبدالغني برادر چې دیوه  تجارتي او اقتصادی پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر راغلی دی،نن ئې دایران په جنوب ختیځّ کې د چابهار بندر د اقتصادي او تجارتي ظرفیّتونو له لیدو وروسته د سیستان او بلوچستان  له والی او د سیمې له مسئولانو سره په غونډې کې ووئيل،  افغانستان ډير زیات کانونه  او معدنونه لري  او  له دغه بندره نړیوالو بازارونو ته ددغو موادو د صادراتو لپاره استفاده کیدلی شي.

ملابرادر له ایران  سره پخوانیو  سیاسی او اقتصادي اړیکو او له سیستان او بلوچستان ولایت سره  ګاونډيتوب او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ووئيل،د افغانستان د حاکمه پلاوي درسته هڅه  دا ده چې  له ایران سره ښئ،دوستانه او  اقتصادي او پانګووالې  اړیکې  درلودل دي  او د مونږ لپاره  ایران د اړیکو د پراختیا لپاره یو فرصت دی .

 د افغانستان  د حکومت د کابینې اقتصادي مرستیال  ووئيل،  افغانستان په وچې کې کلابند شوی او آزادو اوبو او لویو بازارونو ته د رسیدا او لاس رسی لپاره د ایران سمندري ساحلونو او خاورې ته اړتیا لري او  په مقابل کې  ایران دافغانستان  له ګاونډیو هیوادونو او مینځنۍ آسیا سره  یوځای کوي.

ملابرادر  زیاته کړې ده ، په تهران کې  په مختلفو زمینو کې  له مسئولانو سره  بحث او خبرې اترې شوي او  دغه خبرې اترې ښئ چې ددواړو هیوادونو داړیکو راتلونکی ډير روښانه دی .  

 

ټیګونه